انصار: ( د وری30مه)، د افغانستان د فوټسال ملي ټیم به د اسیا ملتونو جام کې خپله لومړنۍ لوبه نن له ایران سره ترسره کړي.
دغه لوبه په ټایلنډ کې چې د دغه جام کوربه دی ترسره کیږي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویلي چې په دې جام کې به ایرانی مجید مرتضی ابرودي د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د مشر روزونکي دنده مخته وړي.
افغانستان په D ګروپ کې له ایران، کوېټ او بحرین سره یوځای دی. د افغانستان دوهمه لوبه د راتلونکې شنبې په ورځ له کویټ سره ده.
که افغانستان وکولای شي دوه لوبې وګټي د دې جام بل پړاو ته لارنه موندلی شي.
د دې جام لوبې چې نن پیلیږي، د اپریل تر ۲۸مې نیټې به دوام وکړي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/31154